1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هند کې د یو بس له نسکوریدو وروسته د ۵۰ مسافرو مړینه

هند
18 Feb 2021

په هند کې د مسافر وړنکو یو بس چې شاخوا ۵۴ مسافر یې درلودل د ابو په یو کانال کې نسکور شوی دی.

د هند د ترافیکي پیښو برخې چارواکو ویلي چې د ژوغورنې ټیمونه د دې پیښې وروسته سیمې ته رسیدلي او تراوسه یې د ۲۰ میرمنو په ګډون ۴۵ مړي یې له ابو بیرون یستلي دي او همداشان یو شمیر مسافر ټپي او ځینې هم ورک دي.

د هند لومري وزیر نارندرا مودي په خپله تویټرپاڼه کې د دې مرګوني پيښې په تړاو خپل خواشیني څرګنده کړې ده.

د سیمه ییزو رسنیو په حواله دا د مسافر بس د هند د مادیا پرایش ایالت څخه د پت نا کلي په لور روان وو چې د لار په اوږدو کې وروسته له دې چې موټرچلوونکي د بس کنترول له لاسه ورکړی د ابو کانال کې نسکور شوی دی.

د ګزارشونو پر بنسټ په هند کې داشان ټرافیکي پيښې لامل د موټرچلوونکو بې پامې،د ډیرو مسافرو سورول،د واټونو خرابوالی او د قدیمي موټرو کارول دي.