| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په هند کې هوا د ککړتیا له کبله بیړنی حالت
04 Nov 2019
په نوي ډهلي کې د هوا د ککړتیا له کبله ټول ښوونځي او ښاری فعالیتونه رخصت شول.
هندي چارواکو هیښتیا ورکړې ده چې د هوا د ککړتیا زیاتوالی د تیر کال په پرتله خپل لوړې کچې ته رسیدلی او دولت اړ شو تر نن دوه نۍ ټول ټولنیز فعالیتونه ودروي او منع یې اعلان کړي.
تیره ورځ هم په دې شل میلیوني ښار(نوي ډهلي) کې د هوا د ککړتیا شدت خپلې خطرناکي کچې ته لوړ شوی وو چې د تنفسي نا روغیو د رامنځته کیدو امکان یې درلود.

له بلې خوا د نوي ډهلي د روغتیا وزارت د پنځه میلیونه ماسکونو په ویشلو سره د دې ښار له خلکو غوښتي ترڅو له خپلو کورونو بهر نشي او په خپل مخ د ککړتیا ضد ماسک څخه کار واخلي.
د ویلو ده چې په هوا کې د ذراتو کچه ډیره لوړه ده چې په چین هیواد کې د هوا د ککړتیا د کچې ۷ برابره ویل شوې ده.

د نوي ډهلي اوسیدوونکو د یوې نۍ په ورځ( دنومبر په ۳ مه) په واټونو کې اعتراض وکړ او په دې اړه د دولت د اقدام غوښتونکي شول.
نوی څيړنې ښیې چې هند په نړۍ کې د ککړو ښارونو په ډله کې یو له هغو لسو هیوادونو دی چې هوا یې زیاته ککړه ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي

