د پاکستان په سند ایالت کې د مسافربرۍ د دوو کتارونوو د ټکر په پایله کې څه باندې ۴۰ تنو ژوند بایللی او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې له دې کتارونو یو یې له لاهور څخه د کراچۍ په لور روان وو چې د ریل پټلۍ څخه وتلو سره یې له دویم کتار سره ټکر کړی دی.
ویل کیږي چې د دې پیښې ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي او د دوی روغتیايی وضعیت نازکتوب له کبله د مړو د شمیر د ډيریدو اټکل شتون لري.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دې پیښې له رامنځته کیدو خواشيني کړې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره رسیدنې سپارښتنه کړې ده.