1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پاکستان کې د کان د پیښې قربانیان ټول افغان وګړي وول

thumbs_b_c_d8e258c321bd586fb53d8dcc03b9cdf8
17 Jul 2019

پاکستاني چارواکو ویلي دي نږدی ۹ کارګر چې د دې هیواد په سویل کې په یوه کان کې دننه یوې چاودنې وروسته د دو ورځو لپاره بند پاتي وول خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې پیښه کې یو بل کارګر ژوندی راښکل شوی دی.

د پاکستان د کړکیچ د مدیریت د ادارې ستر چارواکی عمران زرکان وایې د ژغورنې عملیات پایته رسیدلي او ددې پیښې د رامنځته کیدو د څرنګوالی اړوند پلټنې دوام لري.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د بلوچستان د ایالت په کانونو کې د کار د شرایطو ناسم والی د بشری مرګ ژوبلې لامل شوی او د ورستۍ پیښې مرګ ژوبله له هغه څه چې راپور ورکړل شوی زیاته ده.

په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې هم د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ذغال ډبرو په یوه کان کې د یوې چاودنې په پایله کې ۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پاکستان د بلوچستان ایالت کانونه د امنیتی تجهیزاتو د کمښت له کبله د پیښې د رامنځته کیدو لامل کیږي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي