د راپورونو پربنسټ په تیرو درییو ورځو کې د پاکستان په بیلابیلو برخو کې د موسمي سختو بارانو وریدو له کبله د ځاني زیان تر څنګ مالي تاوانونه هم اوښتي دي.
د پاکستان د بیړنیو پیښو سره مبارزې ادارې چارواکو اعلان کړی دی،د دې بارانونو د وریدو له کبله ۱۹ کسانو په خیبرپښتونخوا،۱۲ کسانو په سند،۸ کسانو په پنجاب او ۱۰ تنو هم په ګلګت سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني ځواکونو تیره ورځ یوه نۍ/یکشنبه(اګسټ ۹) په کوچنیو بیړیو سپاره په سند ایالت کې د سیلاب ځپلو کسانو د ژغورنې لپاره هڅه کوله.
د پاکستان د هوا پیژندنې پازوال وړاندوینه کړې ده چې د باران ورښت به روانه اوونۍ هم دوام ولري.
ویل شوي دي چې هر کال د شدید موسمي بارانو پر مهال، د پاکستان څو ښارونه له ستونزو سره مخ کیږي او دا سکاله د داشان کړکیچونو پر وړاندې مبارزې لپاره د حکومت له لوري د چمتووالي له نشتونه د خلکو د شکایتونو لامل کیږي.