1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پیښور کې د یوې دیني مدرسې دننه چاودنه

1814124
27 Oct 2020

د دې مرګونې چاودنې په پایله کې د ماشومانو په ګډون نږدې اتیه تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د پیښور ښار سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې نن سهار درې نۍ د دیر کالوني په سیمه کې په یوې دیني مدرسه کې په دې چاودنه کې د څو ماشومانو په ګډون اوه تنه مړه او ۷۰ تنه نور هم ټپیان شوي.

ویل کیږي د دې پيښې ټپیان چې ډیر یې ماشومان دي د امنیتي ځواکونو او روغتیایي کارکوونکو لخوا روغتونونو ته لیږدول شوي او د درې تنو ټپیانو حالت هم نازک ویل شوی دی.

د رسنیو د ګزارشونو پر بنسټ، دا چاودنه د قرآنکریم درسي ټولګي کې رامنځته شوی چې ډیرې قربانیان هم زده کوونکي دي.

تراوسه د دې چاودنې لامل ندې روښانه او چا او یا کومې ډلې هم د دې چاودنې پړه په غاړه نده اخیستی.