1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په چین کې سترې اورلګیدنې قرباني واخسته

photos-1398-08-29-8
31 Mar 2020

په دې اورلګیدنه کې چې شي چانګ ښار ته نږدې رامنځته شوې په کې د یوه ځنګل ساتونکي په ګډون  ۱۹ اور وژونکي وژل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو تیره ورځ (درې نۍ مارچ ۳۱ مه) منلې او ویلي دي چې د چین سویل لویدیځو ځنګلونو کې ۱۸ اور وژونکو او یو ځنګل ساتونکي د دې پراخې اورلګیدنې غلېکیدو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمه ییزو چارواکو د راپور پر بنسټ،دا اورلګیدنه په دې ۷۰۰ زره کسیز ښارکې د دوه نۍ په ورځ پیل شوه چې نیغ په نیغه یې د دې ښار امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

ویل شوي دي چې د اور وژنې څه باندې ۱۴۰ موټر څلور الوتکې او نږدې ۹۰۰ اور وژونکي د دې اورلګیدنې وژنې لپاره ګمارل شوي دي.

همدا شان د دې پیښې د ژغورنې او مرستې په عملیاتو کې دوه زره (۲۰۰۰) مرسته کونکو ځواکونو ګډون کړی او د سیمې څه باندې ۱۲۰۰ کسانو هم خپل کورونه پرې ایښي دي.