1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د واټ تر غاړې د ماین چاودنې د یو کس ژوند واخیست

Capture
26 Jan 2020

په کابل کې د یوې چاودنې په پایله کې، یو عام وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي دا چاودنه د پیلنۍ پر ماښام (د سلواغې ۵ /د جنوري ۲۵) د کوته سنګي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یو موټر ترسره شوې.

د دې پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستې.

له بلې خوا د یو بل خبر پر بڼسټ دې وزارت درې تنه د شکر درې ولسوالۍ څخه کابل ښار ته د مقناطیسي ماین د لیږد په تړاو نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه چې دا کسان له کومې ډلې سره تړاو لري، څه نه دي ویلي.

آرزو نیوز- نجلا مایار