1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په یمن کې د واده پر یوه هوټل توغندیز برید شوی

61816312
02 Jan 2021

دپیښې شاهدان وایي، د یمن په حدیده کې د واده یوه هوټل ته څیرمه توغندیز برید له کبله درییو ملکي کسانو خپل ژوند بایللی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د یمن د روغتیا وزارت ویاند اعلان کړی دی چې یرغلګرو ډلو د واده دا هوټل موخه ګرځولی چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوی دی.

په همدې حال کې د یمن د سیاسي لویې شورا غړو دا جنایت غندلی او هغه یې قصدي ترهګریز اقدام بللی او د دې جنایت او په یمن کې د نورو یرغلګرو په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنه یې کړې ده.