1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پوتین: د روسیې پوځي وسلې په نړۍ کې ساری نه لري

400
19 Sep 2020

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوټين ویلي دي چې په روسیه کې تولید شوې پوځي وسلې، د مشخصاتو له اړخه ساری نه لري.

د روسيې ولسمشر چې د جمعې په ورځ(وږې/سنبلې ۲۸) د دې هیواد له پوځي ـ صنعتي کمېسیون له غړو سره ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې، کورنیو تولید کوونکو بریالیتونو ته په ګوتڅنډنې سره وویل: اوس مهال یوشمیر روسي وسلې له نورو بهرنیو وسلو غوره توب لري او په نړۍ کې هیڅ ساری نه لري.

پوټین په خپل هیواد کې د پوځي وسلو تولید کوونکو د چارو پر دوام ټينګار سره زیاته کړه چې د دوی بریا، د روسي پوځي صنایعو د ټولنې د پرمختیا بنسټ جوړوي.

هغه همدا راز د وسلو د سیالیو پر اړتیا ټينګار سره د یوشمیر سکالو د بیا کتنې او بدلون غوښتنه یې هم کړې ده.