د کرملین مانۍ وایي چې د روسیې ولسمشر د امریکا متحده ایالاتو کې د ناکراریو اندیښمن دی.
د ټاس خبري آژانس ویلي، د کرمیلن مانۍ ویاند دمیتري پسکوف د روسیې د لومړۍ چینل په سیاسي برنامې کې په مرکه کې وویل چې ولادیمیر پوتین په متحده ایالاتو کې د وروستیو ناکراریو په اړه د دې سکالې اندیښنه کوي چې تر کومه کچه د خپل امریکایي سیال سره د هوکړې پر سر باور وکړي.
کرملین مانۍ زیاته کړه چې دغه حالت به د مسکو او واشنګټن ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو پر سر اغیزه ولري، او اند تر هغې چې نړیوال امنیت او نړیوال تیکاو له تیرو څخه ډیر له خطر سره مخ کړي.
له دې دمخه هم ولادیمیر پوتین په ټوله امریکا کې وروستي ناکرارۍ او په دی هیواد کې داخلي کړکیچونه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د واکمنې له پيله اعلان کړ.