1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

څلور تنه په عامې روغتیا وزارت کې د بډې اخیستلو په تور نیول شوي

DSC_0013-صحت-عامه
29 Dec 2020

لویې څارنوالۍ په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې د عامې روغتیا وزارت د څو تنو کارکوونکو د اطلاعاتو او شکایتونو پر بنسټ، په دې وزارت کې څلور تنه د لویې څارنوالۍ له لورې او د ملي امنیت عمومي ریاست په همغږۍ نیول شوي دي.

 

په اعلانپاڼه کې راغلي چې دا څلور تنه اوس مهال په توقیف کې دي او د څیړنو پایته رسیدو سره به یې جزییات رسنیز کړي.

هغه څلور کسان چې په دې وزارت کې د بډې اخیستلو په تور نیول شوي؛ احمد شکران عثماني د عامې روغتیا د وزیر ورور، کاوه سرمتس زاده د وزیر د تره ځوی، حامد حمیدي د وزیر د ترور ځوی او د دې وزارت سلاکار فریدون سلطاني دي.

لویې څارنوالۍ ټینګار کړی چې د لاسوندونو او شواهدو پر بنسټ یې څیړنې په بې پرې او عادلانه توګه ترسره او پایله به یې رسنیزه کړي.

د عامې روغتیا وزارت رسنیز سلاکار، عثمان طاهري د دې پخلی کړی چې د دې وزارت څلور کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي دي.

ښاغلي طاهري ټینګار کړی چې د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې د رڼې څیړنې غوښتنه کړې ده.

لویې څارنوالۍ تیره ورځ هم درې سناتوران چې د یو شمیر چارو د څارنې په موخه بلخ ولایت ته تللي وو، د ۴۰ زره امریکايي ډالرو بډې اخیستلو په تور د نیولو خبر ورکړ.