1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

چین تاجیکستان سره د کرونا واکسین مرسته وکړه

60d0b3fc6087e
22 Jun 2021

چین تاجیکستان هیواد ته د کرونا ۳۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.

د تاجیکستان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د کووید۱۹ سینوواک واکسین الوتکې د دوشنې په هوايي ډګر کې ناسته کړې ده.

دا مرستې په داسې حال کې کیږي چې مخکې له دې د چین ولسمشر شي جین پینګ له خپل تاجیکستاني سیال امام علي رحمان سره په ټلفني خبرو کې وویل، بیجینګ چمتو دی څو د کرونا ۳۰۰ زره دوزه واکسین دوشنبې ته ډالۍ کړي.

د راپورونو پربنسټ په تاجیکستان کې د کرونا واکسین د لګولو بهیر پيل سره، تر دمګړۍ ۱۹۲ زره کسانو په دې هیواد کې واکسین کړی دی او تمه ده په نږدې راتلونکو ورځو کې روسیه هم د سپوټینک وي واکسین ستره جوپه له دې هیواد سره مرسته وکړي.