لومړې چاودنه نن (پنځه نۍ/پنجشنبه د زمری/اسد ۳ مه د جولای ۲۵ مه) د کابل شپاړسمې امنیتي حوزي اړوند ملی بس څلور لارې په سیمه کې سهار اته او لس دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې پر موټر سایکل یو ځانمرګي بریدګر خپل ځان پوری چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړه او همدا شان په همدې سیمه کې دویمه چاودنه هم ۸ او ۳۰ دقیقې رامنځته شوه چې په پایله کې یې ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۴۰ زیات ټپیان دي چې د وژل شویو او ټپيانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایې چې د دې چاودنې موخه د کانونو وزارت کارکوونکي وول.
په همدې حال کې درېمه چاودنه نن سهار ۸ او ۴۰ دقیقې د کابل ښار نهمې ناحیې سپیچري سیمه کې رامنځته شوه چې له مرګ ژوبلې یې جزیات په لاس کې نشته.
یوازی د سپیچري چاودنې پړه د طالبانو ډلې پر غاړه اخستې ده او ویلي دي چې دوه نورې چاودنې د دوي له لوري نه دي ترسره شوي.نورو .د دې خبر لا زیات جزیات له آرزو خبري سایټ څخه تر لاسه کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي