په زرهاو کسانو په برازیل کې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې په برخه کې د دې هیواد د ولسمشر بې غورۍ په غبرګون پراخ لاریون وکړ.
رسنیو راپور ورکړی دی چې اعتراض کوونکو د برازیل دپلازمینې په ګډون په ټولو ۲۶ ایالاتونو کې لاس په اعتراض وهلی دی.
دوی چې واټونو راوتلي دي د دې هیواد ولسمشر بولسونارو د کرونا واکسین چمتو کولو او ماسک کارولو په برخه کې د برنامې په نشتون تورنوي او د کرونا له کبله مړینه د دولت له لوري نسل وژنه بولي او له دندې څخه د ولسمشر د ګوښه کیدو غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د برازیل د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۵۰۰ تنو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
برازیل له امریکا وورسته دویم هیواد دی چې د کرونا له کبله د مړینې ډير شمیر لري.
په دې هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۷ میلیونه او ۸۳۴ زره تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا ۵۰۰ زره او ۸۶۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.