د روسیې ولسمشر د دې هیواد په ختیځ کې د طبیعي ګازو د چڼیدو یو لوی مرکز پرانیست.
ولادیمیرپوټين د دې ګډې سترې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې چې په آنلاین توګه یې خبرې کولې اعلان وکړ چې دا مرکز د روسي پروم ترکي رنسانس شرکتونو له لوري جوړ شوی او د جوړولو په بهیر کې یې چین هم ګډون کړی دی.
ویل کیږي چې د دې مرکز په جوړښت سره به تر ۲۰۲۵ زیږدیز کاله د دې مرکز وړتیا په کال کې ۴۲ میلیارده متر مکعبه طبیعي ګازو چڼيدو او خوږیدو ته ورسیږي.
د روسیې ولسمشر د دې ګډې پروژې جوړښت د روسیې، ترکیې او چین ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا لامل وبلل.