| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی څوک دی؟
04 Nov 2020
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د رایو شمیرل لاهم په مهمو ایالتونو کې روان دي.
د ولسمشرۍ نوماندان په خپل نږدې سیالي کې د ټاکنو د ګټلو لپاره ۲۷۰ انتخاباتي رایو ته اړتیا لري.
د دیموکرات ګوند جوبایډن په ډیرو ایالتونو کې تر ۲۳۸ ډیر رایو ترلاسه کولو سره له خپل سیال ډونالډ ټرمپ څخه چې ۲۱۳ راې یې ترلاسه کړي مخکښ ویل شوی دی.
د امریکا د ټاکنو د پایلو شمېرنه لاهم روانه ده او د دواړو کاندیدانو نږدې رایې د شخړې د زیاتیدو احتمال زیاتوي.

خو له ټاکنو دمخه نظرپوښتنو د دموګرات ګوڼډ جوبایډن د دې ټاکنو بریالی اعلان کړی دی.
جو بایډن او ټرمپ د خبرو له لارې یو بل سره شخړه وکړه او ځان یې د ۲۰۲۰ کال ټاکنو ګټونکی وباله.
جوبایډن وویل چې هغه د بریا په درشل کې دی او ټرمپ هم اعلان وکړ چې هغه به بایډن ته اجازه ورنکړي چې ټاکنې غلا کړي.
په ملیونونه امریکایان د ولسمشرۍ او کانګرس ټاکنو لپاره رایی ورکولو ته لاړل.

په دې ټاکنو کې د امریکا د پارلمان غړي، سناتوران او د ایالاتونو استازي به هم وتاکل شي.
له بلې خوا ویل شوي چې د ټاکنو وروستې پایلو اعلان د پوست رایو له امله به د څو ورځو او اند تر یوې اوونۍ به وخت ونیسي.
د کرونا ویروس خپریدل او د دې پانډمي سره د مبارزې څرنګوالی په دې ټاکنو کې یوه خورا مهمه مسله وه.
د ټاکنو د څارونکو په وینا دواړو کاندیدانو په ملیونونو ډالره د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره مصرف کړي.
ویل کیږي چې په دې ټاکنو کې دیموکراتانو څه د پاسه ۶۳۸ ملیون ډالر او جمهوري غوښتونکو هم ۴۷۲ ملیون ډالر مصرف کړي دي.
له دې سره چې د متحده ایالاتو ملي ګارد ځواکونه د ټاکنو د ګډوډیو څخه مخنیوي لپاره په ډیری ایالتونو کې د مبارزې لپاره چمتو دي خو تور پوستو لاریون کونکو د نیویارک په ښار کې او د متحده ایالاتو په یو شمیر ښارونو کې لاریون وکړ چې اوسنۍ ولسشمر ډونالډ ترمپ او د هغه مرستیال له خپلو دریځونو څخه لرې شي.
د ټرمپ ضد زرګونو لاریون کونکو ویلي چې که بیا ترمپ وټاکل شي نو دوی به د اعتراض په ډول د څو اونیو لپاره به هماغلته پاتې شي.
ویل کیږي چې سږکال د متحده ایالاتو ټاکنو کې شاوخوا ۲۴۰ ملیونه خلک د رای ورکولو شرایط یې درلودل.
ژباړه:نجلا مایار

