| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قوماندان وژنې اړوند غبرګونونه
03 Jan 2020
د ایران رهبر په یوه پیغام سره هېښتیا ورکړې چې د دې برید له عاملینو به غچ اخلي.
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیمانی وژنه له بیلابیلو نړیوالو غبرګونونو مخ شوې ده.
د ایران د انقلاب مشر آیت الله علي خامنه ای د قاسم سلیماني د مړیني په غبرګون کې په دې هیواد کې درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې تهران به د دې پیښې له عاملینو خپل غچ واخلي.
د ایران رهبر زیاته کړه: “د هغو جنایت کوونکو څخه به سخت غچ واخستل شي چې پرون شپه یې د هغه او نورو شهیدانو په وینو خپل لاسونه ککړ کړل.”
د ایران دولت همدا شان هیښتیا ورکړې چې دا شان اقدامونه به د امریکا پر وړاندې د ایران تکل لا پیاوړی کړي.
حسن روحاني د قاسم سلیماني د مړینې اړوند یوه پیغام کې وویل: دا اقدام به د ایران تکل له پیاوړی کړی ترڅو د ایران پر وړاندې ودریږي او له اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي.له شک پرته ایران او په سیمه کې نور خپلواکي غوښتونکي هیوادونه به د هغه غچ واخلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف هم په یوه جلا پیغام کې ویلي دي چې د سلیماني وژنه به په سیمه کې شخړه لا زیاته کړي او مسوولیت یې هم د امریکا پر غاړه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ: “د سردار سلیمانی موخه ګرځول چې له داعش،النصرې،القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو پر وړاندې جګړو سره اغیزمن کس وو،ډير خطرناکه او احمقانه کړنه ده،د دې پیښو او تربګنیو مسوولیت د امریکا په غاړه ده.”
د روسیې، چین او عراق په ګډون د نړۍ یوشمیر هیوادونو هم د قاسم سلیماني وژنه غندلې او له ناوړه پایلو یې هیښتیا ورکړې ده او همدا شان په سیمه کې د تاوتریخوالي راکمیدو لپاره د نرمښت غوښتونکي شوي دي..
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د امریکا دا اقدام شخړه زیږونکی بللی او ویلي دي: “د بغداد په اړوندو سیمو کې د امریکایانو توغندیز برید په پایله کې د سلیماني وژنه د یوه لانجمن اقدام په څیر دی چې په سیمه کې به شخړې زیاتې کړي.”
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د هیوادونو پر وړاندې ځواک څخه کار اخستنې اړوند مخالفت ښودلی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینگ شوانگ وویل: “چین تل په نړیوالو اړیکو کې له ځواک څخه د ګتنې مخالف وو،مونږ له ټولو ښکیلو خواوو غواړو ترڅو د لانجنو زیاتیدو مخنیوي لپاره له نرمښت څخه کار واخلي.”
د قاسم سلیماني وژنه په افغانستان کې هم له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د هیواد مخکیني ولسمشر حامدکرزي په یوې اعلامیه کې دا برید غندلی او په سیمه کې یې د دې پیښې اړوند نا وړه پایلو اندیښنه کړې ده.
مخکیني ولسمشر زیاته کړه:دا کار به په سیمه کې د لانجو او تربګنیو د زیاتولي لامل شي او همدا شان سولې او ټیکاوو ته به زیات زیان ورسوي.
د ایران د انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني له څو نورو کسانو سره نن(جنوري ۳مه) جمعه سهار د امریکا بی پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د عراق پلازمینې بغداد نړیوال هوایې ډګر ته نږدی ووژل شو.
د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا برید د د دې هیواد د ولسمشر دونالدټرامپ په سپارښتنه ترسره شوي دي،له دې ټولو سره د ایران رهبر په یوه حکم سره اسماعیل قاآنی د قاسم سلیماني ځای ناستي په توګه وټاکه.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو نوی قوماندان اسماعیل قاآني
