1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سومالیا لومړی وزیر له دو چاودنو روغ رمټ ووت

637041401568820725_md
15 Sep 2019

د سومالیا لومړی وزیر د الشباب ډلې له دو ترهګریزو بریدونو وژغورل شو.

د راپورونو پربنسټ، د سومالیا په سویل “شبیلی سفلی” ایالت د پولیسو مشر آناټولی خبري آژانس ته ویلي دي د سومالیا لومړی وزیر حسن علی خیری چې په “مرکة” ښار کې یې د خلکو تر منځ وینا کوله چې په دې مهال کې یو نارنجک بم وچاودید چې په پایله کې یې یو ولسي کس خپل ژوند له لاسه وکړ او یو شمیر نور ټپیان شول.او په دویم برید کې هم د یوې ښځې په ګډون دوه ولسي کسان ووژل شول.

د دې هیواد د پولیسو په وینا دویمه چاودنه له لومړۍ چاودنې څو دقیقې وروسته هغه ځای کې چې لومړي وزیر حضور درلود رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه:حسن علي خیري او هغه کسانو چې له هغه سره ملتیا کوله له دې برید څخه  روغ رمټ وتي او د دې هیواد د پلازمینې موګادیشو په لور وخوځیدل.

د الشباب غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید پړه پر غاړه واخستله.

د الشباب په بیانیه کې راغلي دي چې:د سومالیا لومړی وزیر لکه معجزې په څير له دې برید څخه وژغورل شو او د ملګرو ملتونو په یوې الوتکه کې ولیږدول شو.

دا ډله چې له ترهګریزو ډلو شمیرل کیږي ویل شوې ده چې په سومالیا کې یې د ډيریو ځانمرګو بریدونو او چاودنو پازه پر غاړه اخستې ده.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي