1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سږکال په لومړیو نهو میاشتو کې په لویدیځ زون کې له ۷۰۰ ډیر ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي

تلفات-غیرنظامیان
21 Dec 2020

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون موندنې ښيي چې ډیرۍ ملکي وګړي د ترهګریزو بریدونو، ماین چاودنو، موخه ییزو وژنو او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو قربانیان ګرځیدلي دي.

 

د لویدیځ زون ولایتونه هم د نورو زونونو په څیر په روان کال کې، د مرګونو بریدونو شاهدان پاتې شوي چې ډیرۍ له ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

په لویدیځ زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون غړی، محمد ذکي نوروزي وویل، د روان کال له پیله تر لیندۍ میاشتې د دې بنسټ څیړنې ښيي چې د نښتو او چاودنو په پایله کې ۷۰۹ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

د دې بنسټ د موندنو له مخې؛په غور ولایت کې ۱۰۲ سړي، یوولس میرمنې، ۲۲ ماشومان  وژل شوي او ۱۵۴ سړي، اوولس میرمنې او ۶۵ ماشومان هم په دې ولایت کې د نښتو پرمهال ټپیان شوي دي.

په هرات ولایت کې هم، ۷۴ سړي، څلور منیرې او نهه ماشومان وژل شوي او ۲۶ سړي، ۱۵ میرمنې او ۱۹ ماشومان هم ټپيان دي. په فراه ولایت کې هم ۳۵ سړي، پنځه میرمنې او اته ماشومان وژل شوي او ۴۸ تنه نور هم چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

بادغیس هم به دې موده کې د نښتو شاهد وو چې په پایله کې یې ۲۲ سړي او نهه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۴۰ ډير هم ټپیان دي. په همدې توګه، په نیمروز ولایت کې څوارلس سړي د نښتو او چاودنو په پایله کې وژل شوي او درې سړي او یوه میرمن هم ټپيان شوي.

په همدې حال کې، په لویدیځ زون کې یو شمیر مدني فعالان او د ولایتي شوراګانو غړي وايي چې په هیواد کې د نښتو او چاودنو دوام، خلک د راتلونکي اړوند نهیلي کړي دي.

د هرات د ولایتي شورا غړی، عبدالرحمان مرادي وایي چې د ستړي کوونکې جګړې دوام، ناوړه ټولنیزې پایلې له ځانه سره لرلي او په جګړو کې ښکیل لوري باید بشري قوانین تر پښو لاندې نکړي.

په فراه کې مدني فعال، محمد اکرم عظیمي آرزو ټلویزیون ته وویل چې د جګړو لوري باید له جګړو لاس په سر او له ترلاسه شوي فرصت څخه په هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره ګټنه وکړي.

د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله خوښبینیو سره سره، په هیواد کې د نښتو، چاودنو او تاوتریخوالو لمن په کمسارې توګه پراخه شوې ده. آندونه دا دي چې د اوسني حالت دوام، د هیوادوالو ترمنځ د سولې د روان بهیر اړوند نهیلۍ ډیروي.