1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو په بریدونو کې د ملکي وګړو مر ګ ژوبله؛ په تیرو لسو ورځو کې ۶۳ تنه وژل شوي

تلفات-غیرنظامیان-1-1536x1050
25 Apr 2021

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په تیرو لسو ورځو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې، ۶۳ ملکي وګړو خپل ژوند بایللی او ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وایي چې د طالبانو ډلې د وري له پنځه ویشتمې د غوایي تر پنځمې، شپږ ځانمرګي بریدونه او ۶۲ ماین چاودنې کړې دي.

د ښاغلي آرین په وینا، “د دې بریدونو او نورو ترهګریزو خوځښتونو له کبله”، ملکي وګړو او ښځو او ماشومانو ته مالي او ځاني تاوان اوښتی دی.

د هغه په وینا، د دې بریدونو په لړ کې، ۶۳ ملکي وګړو ژوند بایللی او ۱۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

خو طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا ګزارش رد کړی او ادعا لري چې د افغان امنیتي ځواکونو د هوایي او توغندیزو بریدونو په پایله کې، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هیواد او په ځانګړې توګه په پلازمینه کې، د ملکي وګړو او پوځیانو د مرګ ژوبلې او د موخه ییزو وژنو ډيریدو، د مشرانو جرګې د غړو غوصه راپارولې ده.

یو شمیر سناتوران وایي چې ترهګر د پوځي کالیو او غږ ټپو وسلو کارولو سره، کابل ته راځي او ترور کوي. دوی له امنیتي بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره د هیوادوالو د ځاني امنیت د ټینګیدو په برخه کې تابیاوې ونیسي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، محمد علم ایزدیار په نننۍ (یوه نۍ، غویي پنځمه)، ناسته کې وویل: “د موخه ییزو وژنو مخه دې ونیسي. دا چاره د دې لامل ګرځي چې خلک د خپل ژوند د راتلونکي اړوند بې باوره شي او له هیواده بهر لاړ شي.”

بل سناتور، محی الدین منصف هم د موخه ییزو وژنو له ډیریدو اندیښنه وښوده او له امنیي بنسټونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان دولت او طالبانو ډلې، تل یو بل په هیواد کې د ملکي مرګ ژوبلې عاملین بللي دي. مخکې له دې بیا یوناما او د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په خپلو موندنو کې ویلي وو چې ډیرۍ ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کیږي.