1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

نبیل: د سولې اړوند د خلیل‌زاد فعالیتونه شکمن دي

نبیل ث
16 Mar 2020

د ملي امنیت مخکینی مشر وایي، چې د سولې په بهیر کې ښکیلو اړخونو ته د سولې اړوند د خلیلزاد څرګندونې، یو ډول ندي.

د ملي امنیت مخکیني عمومي مشر، رحمت الله نبیل، نن (دوه نۍ، د کب۲۶/مارچ ۱۶)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د سولې په بهیر کې ټولې ښکیلې خواوې، رښتینې ندي.

هغه د دې ترڅنګ چې ارګ د سولې د بهیر په انحصار تورن کړ، د زلمي خلیلزاد ماموریت یې هم پوښتنه زیږوونکی وباله.

ښاغلي نبیل د خلیلزاد ماموریت ته ګوتڅنډنې سره وویل: “شخصاْ د یوه ښاروند په توګه شک لرم. ځکه کله چې افغانستان ته راځي؛ د افغانستان سیاستوالو ته بیلابیل پيغامونه لري. یو ته وایي چې لوړه وکړئ او یو بل ته وایي چې ودریږئ. یو ته وایي چې منځمهاله حکومت راځي او تاسې به یې مشري وکړئ، خو بل ته وایي چې د منځماله حکومت خبره نشته.”

دی طالب بندیانو د خوشې کولو په پریکړې هم نیوکه کوي.

 د ښاغلي نبیل په اند، د دې ډلې د ۵۸۰۰ بندیانو له ډلې، ۲۸۰ تنه یې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو د هوډ لرلو له کبله نیول شوي.

دی له طالبانو سره د امریکا د سولې د هوکړه لیک د پټو ضمیمو یوه برخه هم افشا کوي.

وایي چې د ده اطلاعات ښايي چې امریکا “طالبانو ته د داعش پر وړاندې د مبارزې په موخه پيسې ورکوي” او په دوحه کې د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ “د استخباراتي اطلاعاتو” راکړه ورکړه کیږي.

په داسې حال کې چې سیاسیون او حکومت د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره چمتووالی نیسي؛ خو ښاغلی نبیل د سیاسي ناندرو د هواري وړاندې، دې خبرو ته تلل خطرناکه بولي.

د ده په وینا که دا خبرې له ناکامۍ سره مخ شي، د جګړې له لارې د پردیو د موخو د پرمخ وړلو لپاره د نویو نیابتي ډلو د رامنځته کیدو اټکل شتون لري.

دی د ټاکنو په پایله کې ناندرو ته ګوتڅنډنې سره له سیاسي مشرانو غواړي چې له احساساتي پریکړو ډډه وکړي او په څو برخو د هیواد د ویشل کیدو له اټکله وژغوري.