| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په بلخ کې په بیساري توګه د جنایې جرمونو زیاتوالی
11 Jan 2020
د ټولنیزو شبکو“بلخ امن نه دی ” یا “بلخ امن نیست” تر نامه لاندې یو کمپاین په لاره اچولی او وایې چې امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د نا امنیو او وسله والو غلاو په تړاوو چوپتیا غوره کړې ده.
په دې وروستیو کې په سترو ښارونو کې په بیساري توګه د جنایې جرمونو زیاتوالی په سرخوږي اوښتی دی.
د بلخ په لس هاوو اوسیدوونکو نن (پیلنۍ د مرغومي ۲۱مه/جنوري ۱۱مه) د دې ولایت په ولایتي شورا کې سره راټول شوي وو ترڅو له دې لارې امنیتي پازوال ته خپل غږ ورسوي.
اعتراض کوونکو وویل چې شپه مهال او آن د ورځې لخوا د ښار په زړه خلک ځاني خوندیتوب نه لري.
دوی ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت د امنیو شنډیدو په برخه کې چوپتیا غوره کړې ده.

له بلې خوا،په ټولنیزو شبکو کې هم د بلخ امنیتي بنسټونو بي غورۍ اړوند کمپاین په لاره اچولی دی.
د ټولنیزو شبکو یو شمیر چلوونکي “بلخ امن نه دی” یا “بلخ امن نیست” تر شعار لاندې خپله اندیښنه وښودله او له کورنیو چارو وزارت څخه یې وغوښتل چې په دې اړه روښانه ځواب ورکړي.
د نا مسووله وسله والو کسانو او سیمه ییزو زورواکانو فعالیت په بلخ کې د نا امنیو له اصلي لاملونو بلل کیږي.هغه څه چې په دې وروستیو کې یې د ولسي جرګې د یوه پلاوي پیښې هم بلخ ته را وکاږلې ــ ترڅو په بلخ کې د نا امنیو تیاره اړخونه وڅيړي.
د بلخ د ولایتي شورا مشر محمدافضل حدید چې د دې پلاوي تر منځ یې خبرې کولې وویل،چې په دې ولایت کې له جرمي ډلو څخه یو شمیر کړۍ ملاتړ کوي.
ښاغلي حدید ټینګار وکړ چې د دې پلاوي د چارو په بشپړیدو سره،د بلخ د نا امنیو لامل هم روښانه شي.
د شمیرنو پربنسټ،په تیرې یوې اوونۍ کې په بلخ کې په لس هاوو جرمي پیښې ثبت شوي دي چې زیات یې وسله والې غلاوې وې.
په همدې حال کې د بلخ د پولیسو مشر اجمل فایز د بیلابیلو جنایې پیښو په تړاوو د ۶۶ کسانو له نیولو خبر ورکوي.
ښاغلي فایز رسنیو ته وویل چې دا کسان په تیرې یوې اوونۍ کې نیول شوي دي او د نا امنیو د شنډیدو او مجرمینو نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات په چټکۍ سره پر مخ روان دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
