| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال د رغونې په پروژه کې د فساد په تور څارنوالۍ ته وپيژندل شو
20 Jul 2020
د ولسي جرګې د عدلي و قضایي او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون؛ د مالیې پخوانی وزیر همایون قیومي، د ولسمشر سلاکار شادمحمد څرګند، په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني او د مالیې وزارت سلاکار یما نظام د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته پيژندلي دي.
د ولسي جرګې د عدلي و قضایي او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون تیره ورځ (یوه نۍ، چنګاښ۲۹)، په یوه مکتوب کې د پارلمان له اداري پلاوي غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال د جوړولو په پروژه کې ښکیل کسان لویې څارنوالۍ ته وبيژني.
دې کمیسیون همداراز غوښتي چې په دې قضیه کې ښکیل کسان، که په هیواد کې وي، ممنوع الخروج او که له هیواده بهر وي، د انټرپول پولیسو له لورې ونیول شي او افغانستان ته راولیږدول شي.
د ولسي جرګې عدلي و قضايي کمیسیون او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون په دې مکتوب کې ټینګار کړی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت په بیارغاونه کې، پراخ فساد شوی دی.

د ولسي جرګې غړي، خالد اسد آرزو نیوز ته پ هدې اړه وویل؛ چې د دې دیوال د بیارغاونې کار له ډیرو پيسو سره شوی چې له تصوره لیرې ده او باید جدي وپلټل شي.
خو د بهرنیو چارو وزارت د دې دیوال په جوړیدو کې ترسره شوی فساد ردوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هیواد وایي چې د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې روڼتیا او ځواب ویلو ته ژمن دی او چمتو دی چې د دې سکالو اړوند ټول لاسوندونه لویې څارنوالۍ ته وسپاري.
له بلې خوا، د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون، د افغانستان د مرکزي بانک واکپال، اجمل احمدي لویې څارنوالۍ ته پيژندلی.
د مشرانو جرګې د شکایت اوریدلو د کمیسیون مشر، زلمي زابلي وویل چې ښاغلی احمدي د حکومت له ملاتړ سره، هر ډول ناقانونه کړنې ترسره کړي.
ښاغلي زابلي د دې کمیسیون په ناسته کې ټینګار وکړ چې اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واکپالۍ پرمهال هم ناقانونه کړنې کړي او د دې وزارت ۲۱ کارکوونکي یې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د اصولو پرخلاف له دندې ګوښه او پرځای یې ځان ته نږدې کسان په دندو ګومارلي.
لویې څارنوالۍ دې بنسټ ته د پيژندل شویو کسانو اړوند څه ندي ویلي.
