په هرات ولایت کې یو شمیر عکاسانو د سولې بهیر د ملاتړ په موخه یو نندارتون په لاره اچولی دی.
په دې نندارتون کې د هیواد ۶۰ عکاسانو اثرونه نندارې ته وړاندې شوي چې موخه یې له سولې ملاتړ او د خلکو ترمنځ د هیلې زیږول بلل شوي.
ګډون وال هم په دې باور دي چې خبریالان او عکاسان کولای شي په ښه توګه هیوادوالو ته د سولې پیغام ورکړي او د جګړې اړوند د هغوی اندیښنې انځور کړي.
دوی وایي چې د داشان نندارتونو ترسره کول کولای شي د ټولنې ویښتابه او د هیلې ورکړې په برخه کې اغیزمن تمام شي.
په هیواد کې په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي او نښتو ډیریدو، د هیوادوالو روحیې ته تاوان رسولی دی. اندونه دا دي چې د فرهنګي او هنري برنامو ترسره کولو سره، تر یوې کچې دا اندیښنې لږیدلای شي.