1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روزه نیول عمر زیاتوي

sn-fasting.png
02 Jan 2020

یوه نوې څيړنه چې د نیوانګلند په ژورنال کې خپره شوې ښیې چې د ۱۶ تر ۱۸ ګړیو ترمنځ په نوبتې ډول روزه نیول عمر اوږدوي او د سرطان،زړه، او دیابت یا شکر نا روغیو مخه نیسي.

هغو پوهانو چې دا څيړنه کړې ویلي دي چې په یوې اوونۍ کې دوه ورځې روزه نیول،د دې لامل کیږي چې د بدن سلولونه د غوړیو له زیرمه ګټه واخلي او د بدن د سوند او جوړښت ښه شي او همدا شان د مغز چلند هم ښه شي.

په دې څيړنه کې همدا شان په نورو ورځو کې هم د خواړو د کارولو په راکمیدو ټینګار کړی دی.

وړاندې له دې په یوې بله څيړنه کې راغلی وو چې په نوبتي ډول روزه نیول زړه ته سکون ورکوي.