1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سره شويو کچالوو د یوه تنکي ځوان لید او اوریدل واخیستل

0113140432y
04 Sep 2019

یوه ۱۷ کلن تنکی بریټانیایې ځوان،د زیاتو سره شویو کچالو خوړلو له کبله دخپلو سترګو لید او د غوږو اوریدل له لاسه ورکړي دي.

په بریټانیا کې روغتیاپالان وایې دا تنکی ځوان د سمو خوراکي رژیم په پام کې نه نیولو او د چپس او ګاز لروونکو څښاکو او سپینې ډوډۍ په خوړلو سره، د بی ۱۲ ویټامین او ماکروسیتیک د وینې په کمښت اخته شوی دی.دې بريټانیایې ځوان لومړی ځل په ۱۴ کلنۍ کې روغتیاپال ته ورغلی وو او له ستړيتوب څخه یې شکایت کړی وو.

روغتیاپالانو له ډيریو څیړنو سره،د ویټامین D،ب ۱۲،مس او سلنیوم کمښت په هغه کې تشخیص کړل.

دا ډول ویټامینونه او معدني توکي،د بدن د عمومي سلامتۍ لپاره اړین دي او کمیدل یې هم ډيری د هغو هیوادونو اوسیدوونکو ته تړاوو ورکول کیږي چې له بی وزلۍ او د خوراکي سرچینو له کمښت سره مخامخ دي.

د خوراکي کارپوهانو د راپور پر بنسټ،هر کال ۱۱ میلیونه کسان د سمو خوراکي رژیم نه درلودو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.