1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

لرغوني بلخ ته کتنه

3a9297ca78720986dccc8a65ce802a33_XL
28 Jul 2019

د بلخ ولایت د هیواد له لومړۍ درجه او مهمو ولایتونو څخه شمیرل کیږي.

د دې ولایت مرکز مزارشریف ښار دی چې له سوداګرۍ،ټولنیزو،کلتوري او سیاسي اړخه د هیواد له نامتو ولایتونو څخه شمیرل کیږي.

د بلخ ولایت د اسلام له پیدایښت وروسته د زیاتو پیښو شاهد وو.

د لومړی ځل لپاره  د احنف بن قیس هب تر مشرۍ لاندې عرب ځواکونه بلخ ته راغلل او وروسته له هغې بلخ د اسلامي خاورې له جملې څخه شو.او په دې مهال کې بلخ خپل فرهنګې او تاریخي ځای وساته او ډيری ساینس پوهان،لیکوالان، شاعران او عارفان یې نړۍ ته وړاندی کړل.

سامانیان د بلخ د تاجیک قام له کورنیو څخه شمیرل کیدل چې د خپل حکومت په دوره کې یې پلازمینه هوډ ټاکلی وو.

د سامیانیانو په دوره کې بلخ له فرهنګي اړخه د پام وړ پرمختګ درلود چې په دې مهال کې ډیریو ساینس پوهانو او لیکوالانو لکه ابوشکور بلخي،رابعه بلخي،شهید بلخي او بن سینای بلخي راښکاره شول.

او ستر مولانا(مولانا جلال الدین محمد بلخي) د خوارزم شاهیان د واکمنۍ پر مهال په یوه کلي کې چې نن د هغه د پلار (بهاو الدین) په نامه یادیږي د بلخ ولسوالۍ ختیځ په څنډو کې په ۱۲۰۷ زیږدیز کال کې زیږیدلی دی.

انځور  د مولانا د زیږون ځای (د مولانا خانقا)

دا ولایت له شمال خوا له تاجیکستان او اوزبیکستان له هیوادونو سره ګډه پوله لري،او ختیځ خوا له کندز او سمنګانو ولایتونو سره،په لویدیز کې له جوزجان او په سویل کې هم له سرپل ولایت سره نښلیدلی دی.

د بلخ ولایت مساحت د مرکزي احصایې پر بنسټ ۱۶۴۸۰ کیلومټر مربع ویل شوی دی.

بلخ د حیرتان بندري ښارګوټي په ګډون ۱۴ ولسوالۍ لري لکه: بلخ، خلم، دولت آباد، چمتال، شولگره، چهاربولک، کشنده،زاری، شورتپه، کلدار، مارمل،نهر شاهی، دهدادي ولسوالیګانې.

په بلخ کې د اسلام د ستر پیامبر زوم حضرت علی (ک) قبر هم شتون لري چې څلور ورونه لري.

انځور  د حضرت علی قبر( روضه مبارکه)

په بلخ ولایت کې د اوبو دوه بندونه شتون لري چې لومړی یې د کشنده دولت آباد د اوبو حوزه (بلخ حوزه) دویمه یې هم د خلم د اوبو حوزه ده چې د بلخ ولایت ختیځ خوا ته موقعیت لري چې د سمنګانو له ولایت څخه سرچینه اخلي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي