1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په آسترالیا کې د کیک خوړلو سیالۍ د یوې ښځې ژوند واخیست

cake
28 Jan 2020

یوې ښځې چې د کیک خوړلو په یوې سیالۍ کې ګډون کړی وو او په دې سیالۍ کې ګډونوال د لا ډير کیک د خوړلو هڅه کوي، مړه شوې ده.

ویل کیږي دې ۶۰ کلنې ښځې د “آسترالیا ورځ” په نوم د یوه مناسب د نمانځنې په پار مراسمو کې ګډون کړی وو او د آسترالیا د یوه دودیز کیک، لامینګتون د خوړلو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د شاهدانو په وینا، دا ښځه د کیک خوړلو پرمهال ناڅاپه پرې فشار راغی او روغتون ته ولیږدول شوه. خو د حالت د خرابیدو له کبله په روغتون کې ومړه.

د خوړو د خوړلو سیالي د “آسترالی په ورځ” چې د دې هیواد له ملي رخصتیو شمیرل کیږي، ډیر مینه وال لري.