1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان د ایرلند پر وړاندې د کریکټ لومړنۍ شل اووریزه لوبه وګټله

اوره
07 Mar 2020

دا لوبه چې پرون (جمعه، د کب ۱۶/مارچ شپږمه) ترسره شوه، لومړی د آیرلنډ لوبډلې لوبه پیل کړه او د افغانستان لپاره یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکله.

خو کله چې د افغانستان ملي لوبغاړو په ۱۵ آوورونو کې ۱۳۵ منډې وکړې، د اورښت له کبله لوبدله ودریده او په کریکټ کې د ډي ال قانون له مخې، افغانستان د دې لوبې ګټونکی وپيژندل شو.

په دې لوبه کې، راشد خان، د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي له لوبې بهر کړل او نجیب الله ځدران له ۴۲ منډو سره، تر ټولو ډیرې منډې وکړې.

دا سیالۍ په هند کې ترسره کیږي او تمه ده د دې لوبو پر دوام، افغانستان او آیرلنډ به درې نورې لوبې هم سره ترسره کړي؛ د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اووریزه لوبه به، سبا (یوه نۍ) ترسره شي.