د هیواد د سکي شپږ ملي لوبغاړي چې دوه نجونې په کې شاملې دي، د سکي د نړیوالو سیالیو په موخه، پاکستان ته ولاړل.
دا سیالۍ چې د نړۍ د ۱۵ هیوادونو د سکي بازانو په حضور ترسره کیږي، پرون (یوه نۍ د سلواغې ۱۳/فبرورۍ ۲) د پاکستان په سوات ښار کې پیل شوې.
د افغانستان د سکي فدراسیون په دې سیالیو کې د ملي لوبغاړو د ګډون موخه، د بیجینګ المپیک سیالیو ته د لارموندنې په موهخ د ښه امتیاز ترلاسه کول بولي.
د سکي نړیوال فدراسیون لومړی هر لوبغاړي ته ۹۹۹ امتیازه ورکوي او لوبغاړي باید دا امتیازونه لږ تر لږه ۳۰۰ ته راټیټ کړي چې د المپیک سیالیو ته لار ومومي.
تمه ده چې د ۲۰۲۰ کال د ژمني المپیک سیالۍ، د چین په بیجینګ ښار کې ترسره شي.
آرزو نیوز