دوه افغان لوبغاړو، راشد خان او نوین الحق، پرون د (زمري ۲۸)، د ویسټ انډیز د کریبین کرکټ سیالیو په لوبو کې، ښه وځلیدل.
راشد خان د باربیدوس په لوبډله کې لوبه کوي چې د دوو ویکټو ترلاسه کولو سره د سیالې لوبډلې په ماتولو کې ونډه درلودله.
دا سیالۍ سږکال د هیواد د خپلواکۍ ورځې سره هم مهاله پیل شوې، راشد خان آرمان هم پر خپلو اننګو د افغانستان بیرغ رنګولو سره، د سیالیو ډګر ته ووت.
نوین الحق هم د ګیانا آمازون لوبډلې لپاره دوه ویکټې ترلاسه کړې.
د ویسټ انډیز د کریبین د سږکال په کرکټ سیالیو کې، شپږ افغان لوبغاړي حضور لري.