1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د البغدادي مړینه به د داعش پر فعالیتونو اغیز ونه کړي

5402660
01 Dec 2019

د اسپوټینک د راپور پر بنسټ،د امریکا ولسمشر دونالدټرامپ په سپینه ماڼۍ کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې امریکا ونه توانیده د داعش ترهګریزې ډلې مشر ابوبکر البغدادی له منځه یوسي.ټرامپ وویل چې د DNA له آزمښت وروسته د البغدادی هویت په تایید شوی دی.د امریکا دولت په وروستیو کالونو کې په سوریې او عراق کې د داعش د خلافت د لمنځه وړو له ادعا وروسته د البغدادي د موندلو او له منځه وړو په لټه وو.

ټرامپ د البغدادي موخه ګرځولو په برخه کې له واشنګټن سره د مرستې لپاره له روسیې،ترکیې،عراق او سوري کردانو څخه مننه وکړه او ویې ویل: “بغدادي د سپي په څیر ووژل شو، هغه اتلولي نه درلوده او د یوه بزدل په څير ووژل شو او د وژل کیدو پر مهال یې ژړل او زارۍ یې کولې.

د امریکا ولسمشر همدا شان وویل:نننۍ نړۍ د ابوبکر په وژنې سره په یوه امن ځای بدله شوې ده.

د البغدادي مړینې پراخ نړیوال غبرګونونه هم درلودل.کابل د  بغدادي وژل کیدل،داعش ډلې ته درنده ضربه وبلله او ویې ویل چې د دې خطرناکې ډلې د مشر مړینه،په افغانستان او نړۍ کې د تاوتریخوالي او ترهګریزو بریدونو په راکمیدو اغیزه لري.

ابوبکر البغدادی اوس مهال په نړۍ کې  د سترې ترهګریزې ډلې مشر وو چې د واکمنې پر مهال یې د سوریې او عراق په یو شمیر برخو کې دبشر ضد ترهګریزو کړنو لاس ووهه.د داعش ترهګریزې ډلې د مشر مړینه به د دې ډلې پر فعالیت او جلب او جذب مخامخ اغیزه ولري.د داعش د ډلې د مشر وژل کیدل له یوې خوا دا ډله د مشرې او قوماندانۍ له کړکیچ سره مخ کوي له بل پلوه به د دې خطرناکه مشر د پلویانو احساسات را وپاروي.

دوی به په پوره توان سره د خپل مشر د وژل کیدو غچ په لټه شي.د البغدادي مړینه به په لنډ مهال کې د اسلامی دولت پر بریدونو اغیز وکړي،خو په اوږد مهال کې به بیا د داعش د کار او بریدونو پر دوام دومره اغیز ونه کړي.

د داعش،القاعدې او بوکوحرام په څير ترهګریزې ډلې پر کسانو او مذهبي او جنګي مشرانو ولاړې نه دي بلکې په یوشمیر فکري او ایدیولوژیکو لیکو ولاړې دي،او په لار یې حرکت کوي.دا سمه ده چې د داعش ډلې بنسټ د ابوبکرالبغدادي له لوري کیښودل شو،خو د دې ډلې کړنې او تګلاره له عقیدو او باورونو څخه اخستل شوې دي چې له ځانګړو او سپیڅلو لیکونو څخه پلوي کوي.

د البغدادی په مړینې سره به نه یوازی دا چې د هغه د مذهبي او دیني پلویانو د تاوتریخوالي ریښه نه وچیږي،بلکې ریښه به یې لا پیاوړې او کلکه شي.

په تاریخ کې داسي زیاتې ډلې وې چې د مشرانو او بنسټګرو مړینې یې د کار او فعالیت پر سر اغیزه نه ده کړې.

په همدې وروستیو کالونو کې،د القاعدې شبکې مشر د پاکستان په ابیت آباد کې د امریکایې ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.د اسامه بن لادن له مړینې وروسته القاعدې همدا شان خپل چارو ته دوام ورکړ. له اسامه بن لادن څخه ورسته ایمن الظواهری د القاعدې ډلې پیاوړې مشرې وکړه.

اوس داسي راپورونه شتون لري چې القاعده په سیمه په تیره بیا په افغانستان کې یو ځل بیا د را ژوندي کیدو په حال کې ده،په وروستې یوې میاشت کې د دې ډلې دو مخکښ مشران په افغانستان کې وژل شوي دي.د بن لادن د کورنۍ غړي هڅه کوي د هغه ځای ډک کړي.القاعدې ته په وروستیو شلو(۲۰)کالونو کې زیاته مرګ ژوبله واوښته.خو د القاعدۍ سازمان همدا شان ژوندی دی خو سا باسي.که څه هم یوشمیر سرچینې ادعا کوي چې د افغانستان حکومت د طالبانو او القاعدې تر منځ همکارۍ پراخې ښیې ترڅو له طالبانو سره د سولې بیړنې هوکړې مخنیوی وکړي.

له بلې خوا د طالبانو د ډلې بنسټ ایښودونکی ملاعمر په مرموزه توګه په پاکستان کې ومړ.یو شمیر کسان په دې اند دي چې د ملا عمر په مړینې سره د طالبانو د ډلې کار خلاص دی.ځکه طالبانو له ملاعمر سره پیژندل کیدل.

ملاعمر له پټو فعالیتونو سره سره،د طالبانو د ډلې د نښلیدو کړۍ او د ځواک ټکی شمیرل کیده.خو له ملاعمر وروسته،طالبانو د هرې ورځې په تیریدو سره له منظمې خپرونې سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

مولوي منصور د طالبانو د ډلې یو بل مشر هم د امریکا بی پیلوټه الوتکې په عملیاتو کې ووژل شو.خو د منصور مړینې هم د دې ډلې پر فعالیتونو اغیزنه ونه کړه.طالبانو له ۲۵ کالونو را په دې خوا په لس هاوو مشرانو او جنګي قوماندانان له لاسه ورکړل.خو د هغوي ځای بیا د نورو تازه دمو قوماندانو او ځوانانو له لوري ډک شو.

القاعده، داعش او داسې نورې ډلې … افراط پاله ریښې لري چې د دوی یو یا دوه مشرانو په مړینې سره د دوی پر فعالیتونو هیڅ راز اغیزه نه لري.ډیر ژر به شاهد اوسو چې داعش به د بغدادي پر ځای یوه بله نوی څیره د خپل مشر په توګه وپیژني.

یوازی لار چې کولای شي د دې ترهګریزو ډلو د لمنځه وړو او کمزورتیا لامل شي،له افراط پالۍ،تاوتریخوالي او افراطیت سره جدي مبارزه ده.په مسلمان مېشتو سیمو کې د عامه پوهاوۍ ورکونې په برخه کې ګټور کار پرته د ترهګریزو ډلو لمنځه وړل ناشونی دی.

په همدې حال کې،د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر به هڅه وکړي ترڅو د داعش د ډلې د مشر مړینه،د امریکا په کورنیو سیاسي لوبو په تیره بیا د دې هیواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې امتیاز تر لاسه کړي.دونالدټرامپ په خپله د البغدادي د وژنې فرمان صادر کړی دی.هغه به په دې کار سره،پر سپینې ماڼۍ د امریکا بیساری فشار راکم کړي او په لوړ مرال سره به د ۲۰۲۰ زیږدیز ولسمشرۍ ټاکنو کې د خپلو دموکرات سیالانو پر وړاندې ودریږي.ټرامپ د امریکا د کنګرې له لوري د استیضاح له خطر سره مخ دی.د بغدادي مړینه کولای شي پر هغه د کنګرې فشار راکم کړي.