1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبانو او امریکا افغانستان ته د سولې د راوستلو په هوکړه لیک کې پر څه هوکړه کړې ده؟

US-Taliban-Deal-1
01 Mar 2020

د طالبانو ډلې او امریکاییانو ترمنځ د سولې د راوستلو هوکړه لیک، په درییو برخو او ۱۴ بندونو کې لاسلیک شوی دی.

دا هوکړه لیک تیره ورځ (پیلنۍ، فبرورۍ ۲۹)، د طالبانو ډلې د سیاسي مرستیال او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له لورې لاسلیک شوه.

طالبانو ډلې ته د سپینې ماڼۍ ژمنې:

په دې هوکړه لیک کې امریکاییانو ژمنه کړې چې تر څوارلسو راتلونکو میاشتو د خپلو سرتیرو شمیر صفر ته رسوي؛ په لومړي ګام کې، په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې له پنځو اډو، ۴۴۰۰ سرتیري له افغانستان څخه بهر کوي.

امریکا همداشان طالبانو ته ژمنه سپارلې چې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیلیدو سره، آمریکاییان د طالبانو پر وړاندې د سپینې ماڼۍ د اوسنیو بندیزونو پر سر بیا کتنه پیلوي او د اګسټ په ۲۷مه باید د هڅو پایلې روښانه شي.

د دې هوکړې پر بنسټ؛ د افغانانو ترمنځ د خبرو پیلیدو سره، آمریکاییان همداشان د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د طالب مشرانو د نومونو د بهر کولو هڅې پیلوي او د روان کال د مې میاشتې په شلمه یې پایلې باید روښانه شي.

امریکا همداشان هوکړه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه کوي او د سولې هوکړې وروسته له حکومت سره هم ښې اقتصادي همکارۍ ساتي.

سپینې ماڼۍ ته د طالبانو ډلې ژمنې:

د طالبانو او امریکا له لورې، افغانستان ته د سولې د راوستلو په  لاسلیک شوي هوکړه لیک کې، دې ډلې ژمنه کړې چې د روان زیږدیځ کال د مارچ د میاشتې په سلمه نیټه، له افغانانو سره د خبرو اترو میز ته حاضریږي.

طالبانو همداشان هوکړه کړې چې له ترهګریزو ډلو او په ځانګړې توګه له القاعدې ډلې سره چې د امریکا پر وړاندې ګواښ دې، خپلې اړیکې شلوي.

دې ډلې ژمنه سپارلې چې نه پریږدي د افغانستان له خاورې، د امریکا او نورو هیوادونو پر وړاندې ګواښ پيښ شي.

دواړو خواوو همداشان ژمنه کړې چې باید د افغانستان د حکومت زر بندیان د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل وړاندې د طالبانو له بندخونو خوشې شي او پر وړاندې، د طالبانو پنځه زره بندیان هم د حکومت له بندخونو خوشې کیږي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال، جلال الدین شینواری، د دې سکالو پخلي سره وایي چې دواړه خواوې د بندیانو د خوشې کیدو اړوند هوکړې ته رسیدلي دي.

خو ولسمشر غني نن (یوه نۍ، د کب یوولسمه/ مارچ لومړۍ)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې یواځې د افغانستان دولت د بندیانو د خوشې کولو واک لري.

لیکنه: میلاد سیار

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک