د روسیې د پانګونې صندوق ویلي چې چمتو دی چې د سپوتنیک وي واکسین سل میلیون ډوزه اروپایي ټولنې ته ورکړي.
له بلې خوا په اروپایي ټولنه کې د روسیې دایمي استازي، ولادیمیر چیژوف وایي، روسیه چمتو ده چې لیواله هیوادونو ته د کرونا ویروس پر وړاندې د خپلو واکسینونونو د تولید ټکنالوژي هم شریکه کړي.
د روسیې دا وړاندیځ په داسې حال کې کیږي چې د ګزارشونو پر بنسټ، اروپایي ټولنه د بي ون ټک-امریکا فایزر او د بریټانیا آسترا-زنکا شرکتونو له لورې د تولید شویو واکسینونو د ترلاسه کولو او ویش په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوې.
د روسیې د پانګونې د صندوق مشر مخکې له دې اعلان کړی وو چې په روسیې کې تولید شوی واکسین په ۲۵ هیوادونو کې ثبتیږي چې اوس ۱۶ هیوادونو دا واکسین ترلاسه کړی او د دې واکسین د ترلاسه کولو لپاره د هیوادونو غوښتنې مخ په ډیریدو دي.