1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

الکساندر لوکاشنکو د بلاروس ولسمشر په توګه لوړه وکړه

s4.reutersmedia.net_
23 Sep 2020

الکساندر لوکاشنکو، نن رسماْ لوړه وکړه او د بلاروس ولسمشر شو.

 

دا مراسم د بلاروس پلازمینې مینسک کې د استقلال په ماڼۍ کې جوړ شول چې په هغه کې سترو دولتي چارواکو، د پارلمان غړو، دولتي بنسټونو مشرانو، رسنیو او یو شمیر څهرو حضور درلود.

الکساندر لوکاشنکو ژمنه وکړه چې په رښتینولۍ سره به خلکو ته چوپړ وکړي او د ګواښونو پر وړاندې د هیوادوالو د حقونو او آزادیو ساتنه کوي.

هغه د بلاروس ولمسشرۍ ټاکنو شپږم پړاو کې چې د روان کال د اګسټ په نهمه ترسره شول، له اتیا سلنه ډيرو رایو ترلاسه کولو سره، د دې هیواد ولسمشر اعلان شو.

دا په داسې حال کې ده چې د بلاروس د ټاکنو د پایلې پر وړاندې اعتراضونه همداراز دوام لري.