1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اماراتو، قطر او عربستان ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سفر

60488d654236043aa05bc221
10 Mar 2021

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته د خپل سفر په لړ کې له اماراتو وروسته نن سعودي عربستان ته ولاړ.

 

سرګیې لاوروف له خپل عربي سیال فیصل بن فرحان سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو او اقتصادي همکاریو او همدا راز سیمه ییز امنیت پر سر خبرې کړي او تمه ده د دې هیواد له ولیعهد محمدبن سلمان سره هم لیدنه وکړي.

د راپورونو پر بنسټ د روسیې او سعودي عربستان چارواکي د سیمې په تیره بیا سوریې وروستي بدلونونه څيړي.

له بلې خوا تمه ده ښاغلی لاوروف دوحې ته هم سفر وکړي او د دې هیواد له چارواکو سره په لیدنه کې پر بیلابیلو سکالو په تیره بیا د لیبیا، سوریې، یمن، فلسطین او اسراییلو د شخړې پر سر خبرې اترې وکړي.