د ایران ولسمشر برجام یو څو اړخیزه هوکه لیک بللی او ټینګار یې کړی چې د امریکا متحده ایالتوه باید د مخ آړ پرته د برجام اجرا ته ستون شي.
د ایران ولسمشر، حسن روحاني، په تهران کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په لیدنه کې، په نړیواله ټولنه او برجام کې د ایران په ملاتړ د بیجینګ له دریځونو مننه کړې او د برجام د اجرا لپاره یې چین او ایران د همکاریو پراختیا د ارزښت وړ بللې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هیواد یې په کلکه د ایران پر وړاندې یو اړخیز بندیزونه غندي.
امریکایي رسنیو د ایران او چین د ګډو همکاریو د ۲۵ کلنې برنامې غځیدو ته په ګوتڅنډنې سره دا د بندیزونو پر وړاندې د ایران د اقتصاد د پیاوړتیا لامل بللی دی.