د امریکا د کورني امنیت وزارت د کورنیو افراطپالو ډلو د تاوتریخوالي د ډیریدو ګواښ هیښتیا ورکړې ده.
د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي چې اټکل کیږي په راتلونکو اونیو کې، متحده ایالتونه د کانګرس په ودانۍ د ټرامپ د پلویانو د برید وروسته د کورنیو افراطپالو ډلو له لورې د تاوتریخجنو ګامونو ګواښ ډیر شوی دی.
اوس د واشنګټن ښار تر ټینګو امنیتي تابیاوو لاندی دی او د ملي ګارډ زرګونه ځواکونه په دې ښار کې میشت دي.
ویل شوي چې یو شمیر افراطپاله د اوسني دولت او جوبایډن ته د واګو د لیږد مخالفین دي.
له بلې خوا تمه ده د کانګرس په ودانۍ د پلویانو د برید تحریکولو له کبله د ټرامپ دویمې استیضاح محکمه تر لسو ورځو پیل شي.
تیره اوونۍ جوبایډن هم د کورنۍ ترهګرۍ د ګواښ اړوند د بشپړې څیړنې او ارزونې سپارښتنه وکړه.