1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

انټرنټي امنیت او د سوریې د حالت ارزونه د پوټین او بایډن د خبرو منځټکي

1-bnePeople_Russia_USA_Biden_talks_to_Putin_by_phone_RUS_MID
10 Jul 2021

د روسیې او امریکا ولسمشرانو په یوې ټلفوني اړیکه کې، په بیلابیلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د ډیریدو په اړتیا ټینګار وکړ.

کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې ولادیمیر پوټین او جوبایډن په دې ټلفوني اړیکه کې همداراز په انرنټي امنیت او د سوریې اوسني حالت اړوند هم خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ هم په یوې ویناپاڼه کې اعلان کړی چې د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په سوریه کې کډوالو ته د بشرپاله مرستو د استولو غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې په ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا، له اکثریت رایو سره، د روسیې، امریکا، ایرلنډ او ناروې هغه وړاندیځ شوی پریکړه لیک تصویب کړ چې د ترکیې د پولو له لارې سوریې ته د مرستو رسولو د بهیر غځیدل په کې لیکل شوي وو.

په امنیت شورا کې د روسیې او امریکا استازو اعلان کړی چې دا ګام د روسیې او امریکا د ګډو پریکړو له کبله اوچت شوی او تمه ده چې په دوو شپږ میاشتنیو دورو کې د باب الهوی له لارې د مرستو بهیر ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې سوریې ته د بشرپاله مرستو د استوول لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت موده، نن پایته ورسیده.