1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ایران ته د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان د مشر سفر

188662_471
25 Aug 2020

رافایل ګروسي، د ایران د هسته یي فعالیتونو اړوند د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه په خپل لومړني سفر کې، تهران ته ورسید.

 

تمه ده ګروسي په خپل دوه ورځیني سفر کې، د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د ایران د هسته یي انرژۍ د ادارې له مشر علي اکبر صالحي سره لیدنې ولري.

د اټمۍ انرژۍ د نړیوال سازمان مشر په داسې حال کې ایران ته سفر کوي چې ایران دې سازمان ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد له دوو تاسیساتو چې انګیرل کیږي هسته یي فعالیتونو لري، لیدنه وکړي.

خو ښاغلي رافایل ګروسي ایران ته د خپل سفر مخکې هیله وښوده چې په دې سفر کې به له ایران سره د مخامخو خبرو لپاره د یوې لارې د جوړیدو او په دې هیواد کې د تاسیساتو د لیدنې زمینه برابره شي.

د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان مخکی له دې هم اعلان کړی وو چې د دې سازمان نوی مشر به په ویانا کې به د ناستې وړاندې، تهران ته سفر وکړي.