1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ایران ته د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر سفر

روحانی
07 Mar 2021

د ایرلند د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو سره د برجام د هسته یي هوکړې په تړاو د خبرو لپاره، تهران ته سفر کړی دی.

 

سایمون کاووني د ایران له ولسمشر سره په لیدنه کې اعلان کړی چې ایرلنډ د برجام د ساتنې لپاره خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکوي او له ټولو لوریو سره د برجام د خبرو د بیا پیل لپاره همکاریو ته چمتو دی.

له بلې خوا د ایران ولسمشر، حسن روحاني ویلي چې هیواد یې یواځینی لوری دی چې د برجام د ساتنې لپاره یې ګام اوچت کړی او باید ټول ښکیل لوري د بشپړ اجرا لپاره یې ګام اوچت کړي.

ښاغلي روحاني ټینګار کړی چې برجام ته د ایران د ستنیدو مخ آړ د امریکا د ټولو بندیزونو لرې کیدل او د ټولو غړو د بشپړو ژمنو عملي کیدل دي.

د ایران ولسمشر وایي چې هیواد یې د ترسره شوې هوکړې پر بنسټ د اټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د ټولو دندو د اجرا په برخه کې همکاریو ته ژمن دی.