د ایران ولسمشر د نفتو د تولید او صادراتو د چټکیدو لپاره د خپل هیواد د چمتووالي خبر ورکړ.
حسن روحاني د یوې نۍ په ورځ د دولت اقتصادي ناسته کې، د راتلونکي کال د بودیجې جوړولو او تنظیم د اوسنیو شرایطو پر بنسټ وبلل او ویې ویل چې د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو له کبله، د نفتو تولید او پلور محدوده شوی وو، خو اوس پلور یې دوه میلیون بوشکو ته رسیدلی دی.
ښاغلی روحاني ټینګار کوي چې له دې وروسته به اقتصادي بنسټونه او د ایران ښاریان په نوي لمریز کال کې د روښانه راتلونکي لپاره خوښبینه اوسي.
د ایران د نفتو وزارت هم اوس د روان کال تربایه د نفتو صنعت د سرچینو او تجهیزتو د چمتو کولو چارې پیل کړې دي.