1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

برجام ته د امریکا د ستنیدو هڅې

166248282
19 May 2021

مسکو برجام ته د ستنیدو لپاره د امریکا او ایران د موازي ګامونو د اوچتیدو غوښتونکی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، په یوې خبري ناسته کې د برجام په خبرو کې د وروستۍ حل لارې پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې روسیه په دې هوکړه کې د واشنګټن او تهران د اجرايي پړاو د همغږي کولو پلوي دي.

له بلې خوا اروپایي ټولنې اعلان کړی چې نن (څلورنۍ، غویي اته ویشتمه)، په ویانا کې د برجام ګډ کمیسیون ناسته کې، ګډونوالو برجام ته د امریکا د اټکلیز ستنیدو او د دې هوکړې د بشپړې پلي کیدا اړوند خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس عراقچي هم د تیرو دوو اونیو په لړ کې د اتریش په پلازمینې ویانا کې د برجام اړوند خبرو کې د پرمختګ اړوند خوښبیني ښودلې ده.