د روسیې د روغتیا وزارت ویلي چې د دې هیواد له لورې د روسیې بیلابیلو سیمو ته د تولید شوي واکسین د ویشلو لومړنی بهیر پیل شوی دی.
د روسیې د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې دا واکسین د ګامالیا څیړنیز بنسټ له لورې جوړ شوی او اوس هغو کسانو ته چې له ګواښ سره مخامخ دي، په پلازمینه مسکو او نورو سیمو کې پلي کیږي.
د روسیې د پانګونې صندوق هم تیره ورځ ویلي وو چې د ترسره شویو محاسبو پر بنسټ، په ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۱ کلونو، له یو میلیارد ډیر وګړي به واکسین شي.
مخکې له دې هم د نړۍ له ۳۰ ډيرو هیوادونو د دې واکسین د ترلاسه کولو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.
د روسیې د پانګونې صندوق په وینا، اوس مهال له برازیل او مکسیکو هیوادونو سره د ترسره شویو هوکړو پر بنسټ، د دې واکسین له ۸۰ میلیونو ډیر ډوز دې هیوادونو ته استول کیږي او د منځني ختیځ له ګڼو نورو هیوادونو سره هم هوکړې شوې دي.