د مرکزي آسیا د هیوادونو مشرانو په ترکمنستان کې د خپلې ناستې په درییمه ورځ په سیمه ییزو مسایلو او سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
د تاجیکستان ولسمشر چې به دې مشورتي ناسته کې د ګډون په موخه د ترکمنستان پلازمینې عشق آباد ته رسیدلی، له خپل ترکمني سیال قربانقلي بیردي محمدوف سره یې د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا اړوند خبرې کړې دي.
تمه ده دواړه لوري د خبرو وروسته، په بیلابیلو برخو کې د همکاریو نوي هوکړه لیکونه مه لاسلیک کړي.
له بلې خوا ویل شوي چې د مرکزي آسیا د پنځو هیوادونو سرمشریزه به د جمعې په ورځ ترسره شي.