چین د خپلو فضايي هڅو پردوام، یوه نوې سپوږمکۍ تشیال ته واستوله.
چیني رسنیو اعلان کړی دی چې د هوا پيژندنې دا سپوږمکۍ د چین په شمال لویدیځ کې د سپوږمکۍ له یوه مرکز څخه د ځمکې مدار ته د لیږدولو په موخه استول شوې ده.
د فینګ یون په نوم دا سپوږمکۍ د لانګ مارچ پرمختلليو توغندیو له لوري لیږدول شوې او د ښاري چوپړتیاوو په حوزه کې لومړنۍ سپوږمکۍ ده چې د هوا بدلونونه، د طبیعي پیښو کمیدل او د مخنیوی څرنګوالی څاري.
ویل کیږي چې د دې سپوږمکۍ عمر اته کاله ویل شوی او د هوا تودوښه، لوندوالی او د هواپيژندنې نور پارامیترونه د عددي وړاندوینې د برنامې لپاره ترلاسه کوي او د چین د اوبو او هوا د وړاندوینې وړتیا لا ښه کوي.