1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دفاریاب بلچراغ ولسوالۍ یوځل بیا دامنیتي ځواکونو لاسته ولویده

3110765
25 Jun 2019

امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ګړیو کې تیره شپه د(جون په ۲۴مه)د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیوله.

د فاریاب سیمه يیز پازوال وایې چې دا ولسوالۍ له نږدي دو کالونو را په دې خوا د طالبانو په ولکه کې وه.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات د کمانډو ځواکونو په مشرۍ او په سل هاوو ولسي ځواکونو او سیمه ییزې اردو سره په همغږۍ تیره شپه د هوا او ځمکې له لارې پيل شول.

که څه هم د بلچراغ ولسوالۍ مرکز د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده خو ددې ولسوالۍ په څنډو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

په همدې حال کې د فاریاب ولایت مطبوعاتی دفتر په خبرپاڼه بیا په دې ولسوالۍ کې د ډیریو امنیتي پوستو له جوړیدو خبر ورکوي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي