روسیې د ګازو د نل لیکې د طرحې پر وړاندې د امریکا د نویو بندیزونو ته غبرګون ښودلی او د بدو پایلو هیښتیا یې ورکړې.
د کرملین ماڼۍ ویاند ویلي چې دا ګام د روسیې او امریکا مشرانو د ناستې په ترسره کیدو هم منفي اغیز لرلای شي.
دې روسي چارواکي په دې تړاو زیاته کړې چې امریکايي لوری تل په خبرو او عمل کې پایبنده ندی.
تیره ورځ د امریکا د شتمنیو وزارت د یو شمیر روسي شرکتونو او بیړیو پر وړاندې چې د شمالی-۲ بهیر ګازو نل لیکې جوړولو طرحه کې ګډون لري، بندیزونه ولګول.
مخکې له دې د روسیې لومړي وزیر هم اعلان کړی وو چې آلمان ته د روسیې د ګازو نل لیکې د جوړولو پروژه ۹۶ سلنه ډیره بشپړه شوې ده.