1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا په کانګرس کې د ټرامپ د استیضاح بهیر پیل

p093qpj9
12 Jan 2021

په کانګرس کې دموکراتانو اعلان کړی چې د ډونالډ ټرامپ د استیضاح لپاره، بسیا رایې په واک کې لري.

 

د ګزارشونو پر بنسټ، لږ تر لږه د جرګې ۲۱۸ غړو د ټرامپ د استیضاح پریکړه لیک ملاتړ کړی او د دموکرات ګوند استازو د دوه نۍ په ورځ، د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس او د ټرامپ د کابینې له غړو وغوښتل چې د متحده ایالتونو د اساسي قانون پر بنسټ، ښاغلي ټرامپ له سپینې ماڼۍ څخه ګوښه کړي.

د امریکا د کانګرس استازو همداراز ډونالډ ټرامپ بلواګرۍ ته په هڅونې تورن کړی او ادعا یې کړې چې هغه خپل پلویان د کانګرس په ودانۍ د برید پرمهال، تاوتریخوالي ته هڅولي دي.

دا د ډونالډ ټرامپ د استیضاح لپاره د نانسي پلوسي په مشرۍ د دموکراتانو دویمه هڅه ده.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سایټ د ګزارش پر بنسټ، د ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ دورې پای د ۲۰۲۱ کال د جنوري ۱۱ نیټه اعلان شوې ده.

په همدې حال کې یو شمیر روسي سناتورانو ویلي چې دموکراتان د دې هیواد له سیاسي صحنې څخه د تل لپاره د ډونالډ ټرامپ د بهر کولو په هڅه دي.